ټولنه

جمهور رئیس غني د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته درناوی وکړ

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو د کندهار د امنیت رئیس شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته چې پرون په یوه تروریستي پېښه کې په کندهار کې شیهد شو، درناوی وکړ. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: هغوی په غازي امان الله خان روغتون کې د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل اروا ته د دعا پرمهال د نوموړي جنازه تر ځانګړي ځای پورې په خپلو اوږو یووړه. د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین د جنازې له اخیستلو دمخه برید جنرال محمد شریف د شهید د کورنۍ په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، د دین او افغانستان دښمنان نه غواړي چې زموږ په هېواد کې سوله تامین شي او له همدې امله جنګ او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي. هغه زیاته کړه، موږ ژمن یوو چې د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل لارې ته ادامه ورکړو. جمهور رئیس د شهید حسین خېل او د کندهار د پرونۍ تروریستي پېښې د نورو شهیدانو ارواو ته د دعا پرمهال وویل، شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل خپل ټول ماموریت په صداقت او ایماندارۍ ترسره کړ او د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په دغسې وحشیانه بریدونو سره خپلو شومو موخو ته نه رسېږي. جمهور رئیس څرګنده کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل او نورو شهیدانو لارې ته ادامه ورکوي. ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل کورنۍ سره د غمشریکۍ پرمهال وویل، شهید حسین خېل خپل ټول ژوند خلکو ته وقف وکړ ، ایماندار او غیرتي شخص و. هغه زیاته کړه، د افغانستان دښمنانو په دغسې جنایتونو سره د ټاکنو ملي پروسه او زموږ وطنپال بچیان په نښه کړل.# پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته