ټولنه

جمهوررئيس کرزي له افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند سره وکتل

کابل_باختر د لنيدي د مياشتې ١٤ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس حامدکرزي پرون له غرمې مخکې د افغان فضا نورد، عبدالاحد مومند سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې عبدالاحد مومند، افغانستان ته د خپل سفر د هدف او فضا ته د خپل سفر د خاطرو او تجربو په اړه جمهوررئيس ته معلومات ورکړل.
ښاغلي مومند د دې کتنې په ترڅ کې، خپل یو جلد کتاب چې هغه وخت يې فضا ته له سفره وروسته د خپلو تجربو او له کیهان څخه د سترګو لیدلي حال په اړه ليکلی و، جمهوررئيس ته ډالۍ کړ.
په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئيس وویل چې د افغانستان خلک پر تاسو غوندې بچیانو ویاړي او فضا ته ستاسو بریالی سفر د هېواد ځوانانو ته الهام وربخښي.
عبدالاحد مومند وویل: کله چې افغانستان ته راغلم، خپل هېواد مې په ښه حالت کې وموند، هغسې نه و، لکه په بهر کې مې يې په اړه اورېدلي و.
نوموړي خپل د ۲۵ کلونو مخکې پیغام، چې له کیهان څخه يې خپلو هېوادوالو ته استولی و، یو ځل بیا تکرار کړ، ويې ویل: افغانانو متحد شئ، له وسلې لاس واخلئ او خپلې ستونزې د خبرو اترو او د یو بل پروړاندې د زغم له لارې حل کړئ ترڅو زموږ په هېواد کې بدبختۍ له منځه لاړې شي او د هېواد بچیانو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
عبدالاحد مومند له جمهوررئيس حامد کرزي سره له کتنې خوښي څرګنده کړه، ویې ویل: دا مې اخلاقي دنده وبلله چې دا موضوع خپل جمهور رئيس او هېوادوالو ته بیان کړم چې کیهان ته مې سفر د ځان لپاره نه، بلکې د خپل ګران هېواد لپاره ترسره کړی دی.
نوموړي په فضا کې د خپلې یوې جالبې خاطرې په اړه وویل: هغه مهال چې کیهان ته ورسېدم، دا مې احساس کړه چې ځمکه زموږ ګډ کور دی او په ټولو انسانانو پورې اړه لري او هېڅوک دې دا ادعا نه کوي چې ځمکه د ده مال دی، ټول باید پرځمکه په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.
عبدالاحد مومند د ۱۳۶۷ کال د وږي په ۷ نېټه له خپلو روسي ستورمزلو سره په یوه نهه ورځيني ماموریت د بایکونور له فضايي اډې څخه فضا ته لاړ او په دې موده کې يې علمي او فضايي څېړنې ترسره کړې. ښاغلي مومند په فضا کې د خپل ماموریت پر مهال له افغانستان څخه عکسونه اخیستي او د فیزيکي، طبي او چاپېریال پېژندنې په بېلابېلو آزمايښتونو کې یې برخه واخیسته.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته