فرهنګ

دمالياتو قانون رسنيو ته بيان شوې .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دمالياتي قوانينو په باب دمعلوماتودورکولو اودمالياتو دورکړې دلارو چارو دڅرنګوالي پروګرام نن دماليې وزارت دماليې ورکوونکو رياست له خوا او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ   جوړشو .
په دې  پروګرام کې   دصوتي ، چاپي او تصويري رسنيو استازو ، دکتابونو خپروونکو او دچاپخونو  خاوندانو او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کارکوونکو ګډون کړى و .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي  خبرې وکړې او ويې ويل دهېواد په قوانينو او په مالياتي نظام  درسنيو دکارکوونکو نه پوهاوي زياتې ستونزې پيداکړي  دي په دې باب غوڅ دليل دماليې دورکړې له پلوه درسنيو ددرې سوه مليونو افغانيو دجريمې باقيات دي .
دده دڅرګندونوله مخې، دغه ستونزه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهڅو او هاند له امله او دجمهور رييس له حکم سره سم حل شوه اوپاتې ماليات بايد په اوو کلونو کې ورکړى شي .
دخپرونو دچارو دمعين دڅرګندونوله مخې،  دغه پروګرام په دې برخه کې دلازم پوهاوي په موخه ګټور دى .
وروسته دماليې وزارت دمنځينو ماليې ورکوونکو رييسې امنې  احمدي خبرې وکړې او ويې ويل  چې دغه پروګرام دهېواد په قوانينو او مالياتي نظام درسنيو  دکارکوونکو دپوهاوي په خاطر جوړشوى دى .
په همدې ترتيب دماليې وزارت  سلاکار عبدالله عزيز ، دمالياتو دابتدايي  سنجش لوى مدير پرويز شعيب او ددغه وزارت د صنعتي سنجش مدير نعمت الله ولي دمالياتي قوانينو مادې ، دمنځنيو ماليه ورکوونکو رياست پروګرامونه او دمالياتو فورمې څرګندې کړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته