امنیت

دوه تنه پوليسان دماين په چاودنه کې شهيدان شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په غزني ولايت کې نن سهار په واټ دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او يوبل سيمه ييز پوليس ټپي شو .
دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ محمد قاسم ډيسي وال دباختر آژانس خبريال
ته وويل چاودنه  ددغې ولسوالۍ دحبيب ګودر په سيمه کې هغه وخت وشوه
چې دسيمه ييزو پوليسو افراد له سيمې څخه تيريدل .
د اندړو ولسوال زياته کړه د چاودنې له امله  دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان
او يو تن بل ټپي  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته