کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي په کاپيسا ولايت کې هدف ته له رسيدو مخکې ووژل شول .
دکاپيسا ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي دوه تنه ځانمرګي يرغلګر پرون دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې له بريد مخکې دامنيتي ځواکونوله خوا ووژل شو .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي باختراژانس ته وويل :دغو کسانو چې غوښتل په پوځي عملياتو کې دشاملو امنيتي ځواکونو په وړاندې ځانمرګي بريد وکړي مخکې له دې چې امنيتي ځواکونو ته نږدې شي د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شول او ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ