کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
وسله والو طالبانو په يو ورزشي ډګر په بريد سره د لغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ دواليبال دمنتخب ټيم شپږ تنه لوبغاړي په ډزو سره ووژل.
دغه پيښه نن د دولسو بجو په شاوخوا کې د الينګار ولسوالۍ دکوخي په سميه کې هغه وخت رامنځته شوه چې څو تنو يرغلګرو موټرسايکل سپرو د دغې ولسوالۍ دواليبال دمنتخب ټيم په غړو ډزې وکړې .
د لغمان ولايت يو امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې د الينګار ولسوالۍ دواليبال دمنتخب ټيم شپږ تنه لوبغاړى ووژل شول.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې : دغو لوبغاړو د لغمان ولايت د واليبال سراسري سياليو ته تيارى نيوه چې پرې بريد وشو.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي يرغلګرو لومړى دغه ورزشي ډګر کلابند کړ او وروسته دالينګار د ولسوالۍ دواليبال دمنتخب ټيم په غړو ډزې وکړې .
1 1 دقیقه لوستل