امنیت

په مزار شریف ښار کې ماشومان په زور غلا کولو ته هڅول شوي دي

کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
په بلخ کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې هغه پنځه ماشومان نیولي چې په زور غلا کولو ته هڅول شوي دي.
دغو ماشومانو چې په بازار کې به یې پلاستیکونه پلورل، وايي چې د کاظم په نوم یو تن به دوی شکنجه کول او په زور به یې اړ کول چې غلا وکړي.
نیول شوي ماشومان چې په سترګو کې یې معصومیت له ورایه څرګندېږي، پر جسم یې د شکنجې نښانونه ښکاري.
دوی وايي چې کله به دوی د کاظم خبره ونه منله، نو هغه به دوی وهل ډبول او دوی به یې په زور اړ کول چې غلا وکړي.
په ورته وخت کې په مزار شریف ښار کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وایي چې تر پلټنو وروسته به ماشومان خپلو کورنو ته رخصت کړي.
سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت امنیتي او کشفي مسوولین د هغه شخص نیولو لپاره لاس په کار شوي چې ماشومان یې غلا ته هڅول.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې د اسلامي امارت کشفي ارګانونه هره ورځ غله او مجرمین نیسي، په بلخ کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې ډېر ژر به د ښار امنیت په بشپړډول ټینګ شي او د جرمونو کچه به صفر ته راټیټه شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته