امنیت

په غزني ولايت کې دڅلوروښوونځيو دودانيو کارپيل شو .

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
دغزني ولايت په مرکز او دريو ولسواليو کې پرون دڅلورو ښوونځيودودانيو کار پيل شو .
  دغه ودانۍ دغزني ښار په مرکز او دزنخان ، ده يک او ناور په ولسواليو کې جوړيږي .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغو ښوونځيو دودانيو دجوړولو دکار دپيليدو په غونډه کې دغزني والي ، امنيه قوماندان ، دپوهنې رييس او په ولايتي شورا کې دخلکو استازو شتون درلود ، دغزني  والي عبدالکريم متين وويل: هيله من يو  دهرې ښوونځي په پرانستلو سره يو جيل وتړل شي .
دغزني والي زياته کړه چې ددغو ښوونځيو ودانۍ دشپاړلسو مليونو افغانيو په ارزښت دپوهنې وزارت له خوا په دوو مياشتو کې جوړيږي .
په دې غونډه کې دغزني  ولايت دپوهنې رييس محمد عابد عابد څرګنده کړه چې ددرسي خونو نشتوالي، دپوهنې ادارې په لاره کې يوجدي ستونزه ده او ددغې ستونزې دحل کولو لپاره هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته