خبرونهامنیت

په هلمند کې١٢تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

 کابل/ د وري١٥ مه / باختر

د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۲ تنه د جنايي جرمنو په تور نیولي دي.

دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هلمند ښار او يو شمير ولسواليو څخه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د هلمند د پوليسو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې او د نشه يي توکو  د قاچاقو تور لګول شوى دى.

له نيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل، نشه يي توکي او غلا شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته