ورزش

دننګرهار په پوهنتون کې دواليبال سيالۍ پيل شوه .

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دننګرهار په پوهنتون کې دلسو ټيمونو ترمنځ دواليبال  سيالۍ پيل شوه .
دننګرهار پوهنتون دورزشي ادارې يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغوسياليو موخه دواليبال دغوره څېرو  دټاکنې او دننګرهار پوهنتون دمنتخب  ټيم دتشکيل   په موخه ترسره شوې دي .
دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې دواليبال  سيالۍ نن پيل شوه
په دغوسياليو کې شل ټيمونه ګډون لري .
دننګرهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ددغوسياليو دترسره کولو موخه دځوانانو ترمنځ د ورزش وده او دواليبال دغوره څېروټاکنه ده .  ختم_عطاالله-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته