ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو په موسسوکې د شمولیت، د شپني او اختصاصي برخې د آزموینې نتیجې اعلانیږي

کابل/ باختر د زمري ۲۳ مه
د لوړو زده کړو په موسسوکې د شمولیت، د شپني او اختصاصي برخې د آزموینې نتیجې نن د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو ریاست له خوا اعلانیږي .
د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهندوی محمد فیصل امین د دغې موضوع په یادونې سره باختر آژانس ته وویل چې دغه راز د دغه وزارت د رهبرۍ د پریګړې له مخې تخنیکې ټیم د هغو زده کوونکو د نتیجو په اړه چې نمرې يې په قرنطین کې دي، کار کوي او د دغه زده کوونکي نتیجې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې اعلانیږي.
ختم /ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته