امنیت

طالبانو په بدخشان کې يو ښوونځى وسوځا وه.

بد خشان باختر دغبرګولي ١٨ مــــــه

دافغانستان په شمال بدخشان ولايت کې وسله والو طالبانو يو ښوونځى ته اور وا چاوه .

درارسيدلو خبرونو له مخې، يوې ډلې وسله والو طالبانو د تيري شپې دلسو بجو په شاو خوا کې دبهارک ولسوالىۍ د ملنګ د کلى په ښوونځى بريد وکړ او ودا نۍ ته يې اور وا چاوه .

ويل کيږي چې دسيمې اوسيدونکى له دغې پيښې څوشيبې وروسته د ښوونځى مر ستې ته ودانګل او يوه ا ندا زه شيان يې له سوځيدو څخه و ژغورل .

دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالى دپوهنې مدير حاجى عبدالشکور باختراژانس ته وويل چې ددغه بريد له ا مله ددغه ښوونځى نيمايي سندونه ، ميزونه ، څوکۍ او ودانۍ يې سوځيدلى او له منځه تللي دي .

دبدخشان ولايت د پوهنې رياست له خوا د ورکړشوى احصا ئې له مخې، د ملنګ د کلي دودانۍ او مالونو په سوځيدلو سره يو زرو درې سوه تنه نجونې او هلکان د زده کړى له دوام څخه بي بر خې شول .

 په همدې حال کې د بدخشان ولايت دپوليسو دقوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخى داد وايي چې ديرغلګرو د نيونې په مقصد  پلټنې پيل شوي دي .

 دوسله والو طالبانو دواکمنى له وخت څخه تراوسه پورې د ښوونځيو په سوځولو ،دښوونکو او زده کوونکو په وژنې ، پرزده کوونکو د تيزاب او زهرو په شيندلو اود ښوونځيو په تړلو سره ښودلي دي چې د افغا نستان دپو هنې او پرمختګ  په وړا ندى ستره ستونزه  ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته