امنیت

دکريمنال تخنيک روزنيز مرکز پرانستل شو

دکريمنال تخنيک روزنيز مرکز نن په بګرام کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ددغه مرکز له لاري هغه اثار او نښې چې دجرم په سيمه کې ترلاسه کېږي دجرم دپيژندنې په خاطر استفاده کېږي .

دغه دستګاه په اصل کې دکورنيو چارو وزارت  دکريمنال تخنيک لوي مديريت ته چمتو شوې ده له هغه وروسته چې دروزنې او بلدتيا پړاو بشپړ شو دکورنيو چارو وزارت ته ورکول کېږي .

دکورنيو چارو وزارت له  جنايي جرمونوسره دمبارزي لوي ريس ډګرجنرال جميل جنبش په بګرام  کې دايساف  په پوځي مرکز کې  ددغه مرکز دپرانستلو  په وخت کې وويل دغه مرکز به دجرمونو په باب زياتي څيړنې ، تحقيق او مطالعې زمينه برابره کړي او دجرمونو په کمښت کې به مرسته وکړي.

دجنبش دڅرگندونو له مخې ددغه لابراتوار ودانۍ دشپږ سوه زرو ډالرو په لګښت  جوړه شوې ده  دشپږو مليونو ډالرو په ارزښت  تجهيزات پکې درول شوي دي  چې دامريکا له خوا ورکړشوې ده.

 دده دڅرګندونوله مخې دغه مرکز ١٩ تدريسي خونې، لابراتوار اواداري خونې لري  او عصري وسايل پکې درول شوي دي .

ده وويل : ددغه مرکز په پرانستلو سره دجرمونو او فاعل  دتشخيص زمينه برابريږي .

دکورنيو چارو  وزارت دجنايي  جرمونو پرخلاف دمبارزي لوي رييس وويل  چې ددغه مرکز له جوړيدو مخکې په بګرام کې دامريکايي لابراتوارونو چارواکې دکورنيو چارو وزارت دکريمنال تخنيک دلوي مديريت  ٣٤ کارکوونکو د ډي  ان  اي ،  دګوتو دنښان  او دپيښي دسيمي دعکاسي  په څانګه  کې دزده کړي درې شپږمياشتنې دوري جوړي کړي و.

 د ه وويل په نږدي راتلوونکې کال دامريکا په مرسته دکريمنال تخنيک پنځه نور تحقيقاتي او روزنيز لابراتوارونه دخوست ، ننګرهار ، هرات ، بلخ  او کندهار په ولايتونو کې دڅه دپاسه يو نيم مليونو ډالرو په ارزښت فعاليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته