سیاست

جمهورريیس غني د جاپان لومړي وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا خبرې وکړې

کابل /دلړم لومړى / باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني جاپان ته د خپل سفر پر مهال، نن په توکیو ښار کې د هغه هېواد لومړي وزیر شینزو آبه سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د انکشاف، د همکاریو د دوام، په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، د سولې، ثبات او امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهورريیس غني په جاپان  کې د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د جاپان خلکو د مېلمه پالنې ستاینه وکړه او ويې ویل، د خوښۍ ځای دی چې د جاپان امپراتور د تاجګذارۍ په مراسمو کې مې ګډون وکړ.
هغه زیاته کړه، زموږ د دواړو هېوادونو خلک له ډېرو کلونو راهیسې ښې اړیکې لري.
جمهورريیس څرګنده کړه، جاپان سره د افغانستان اړیکې دوامداره او ستراتېژیکې دي. هغه د جاپان د مالي او سیاسي ملاتړ، د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له دریځ او د جاپان د غیر حکومتي بنسټونو د مرستوله امله مننه وکړه او ويې ویل، د جاپان مرستې په بېلا بېلو برخو کې د انکشاف لامل شوې دي او په اغېزناک ډول له دغو مرستو استفاده کېږي.
جمهورريیس وویل، په افغانستان کې د کانونو قوانین په معیاري ډول بدل شوي او د کانونو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې او د افغانستان کانونه پانګونې ته اماده دي. هغه د جاپان لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي او همداراز ددې هېواد پانګه وال پانګونې ته وهڅوي.
د جاپان لومړي وزیر د جاپان نوي امپراتور د تاجګذارۍ په مراسمو کې د ګډون له امله جمهورريیس غني څخه مننه وکړه او ويې ویل، جاپان په بېلا بېلو په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړولو او سواد زده کړو په برخو کې د افغانستان د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
شینزو آبه د ترورېزم په مقابل کې د افغانانو د جدي مبارزې ملاتړ وکړ او ويې ویل، هېواد یې هیله لري او هڅه کوي ترڅو افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنی ده.
د جاپان لومړي وزیر څرګنده کړه، هېواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغان حکومت او خلکو په رهبرۍ پرمخ یووړل شي او په دې برخه کې جاپان همکاریو ته اماده دی. هغه همداراز د افغان سولې په اړه د بین المللي هڅو ستاینه وکړه.
د جاپان لومړي وزیر شینزو آبه زیاته کړه، د جاپان امنیت د شمالي کوریا له لوري له ګواښ سره مخ دی او له جمهورريیس غني یې وغوښتل چې د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د موقف ملاتړ وکړي.
همداراز د جاپان لومړي وزیر وویل، د افغانستان د کانونو د قوانینو معیاري کول د کانونو د استخراج او انکشاف په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده او د افغانستان پر کانونو پانګونې ته یې د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته