ټولنه

په هلمندکې رقابتي آزموينه وا خيستل شوه

کابلباختردميزان٨
دښوونکودبستونورقابتي آزموينه پرون په هلمند ولايت کې واخيستل شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې آزموينه کې دهلمند ولايت د ښوونځيواووه سوه اته اويا تنو فارغانو ګډون کړى و.
دغه آزموينه دپوهنې وزارت د استول شوى هيئت، ددغه ولايت د مسوولينو ، د هلمند ولايت دپوهنې رياست د تعليمي نظارت د مشرتابه هيئت او غړو او د مدني ټولنې د استازو ترنظر لا ندې واخيستل شوه .
دهلمند ولايت د پوهنې رئيس ددغې آزموينې د اخيستلو هدف د ځوانو اود زده کړې خاوندو کادرونو پيژندل او استخدامول وباله او زياته يې کړه چې اوس دهلمند ولايت دپوهنې رياست له پخوا زيات مسلکي او د زده کړې خاوندو ښوونکوته اړتيا لري چې ددغه شان پروګرامونو په ترسره کولو سره لايق اوغوره اشخاص جذبيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته