امنیت

يوسلو نوي تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٠  :
د ملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دهېواد په ځينو سيمو کې  ديوسلو نوي تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړى دى .
په دې خبرپاڼه کې  چې نن  باخترآژانس ته رسيدلې ده  ويل شوي دي  :  يوسلو نوي تنه وسله وال مخالفين  دننګرهار ولايت  داچين ، د کاپيساولايت  دتګاب  او اله ساى  ، د زابل ولايت په شاه جوى ، دهرات ولايت  د انجيل ، دفراه ولايت  دبالابلوک ، دقندهار ولايت د شاه ولي کوټ او ميوند ، دروزګان ولايت ددهراود  ،  ګيزاب ، سراب ، چارچينو  او دچوري ، ددايکندي ولايت  دګجران ، دتخار ولايت داشکمش ،  دبدخشان ولايت  د وردوج ، دغزني ولايت  دګيرو ، مقر او واغز د ولسواليو په مربوطاتو  ، دکندز په مرکز  ، دکندز دښار  او دځينو نورو سيمو کې  دملي اردو  دځواکونو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي  ، ددغو عملياتو په بهير کې شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ټپيان او درې ويشت تنه نور يې نيول شوي دي.
دغه رازدملي اردو څلور تنه سرتيري دامنيتي دندو په بهيرکې دماينونو دچاودنې او ددښمن د درندو وسلو دډزوله عمله  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته