کابل- د ثور لومړۍ – باختر
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ننګرهار له عامې روغتیا ریاست سره د درملو مرسته وکړه.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیرمحمد افتاب باختر اژانس ته وویل چې ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ننګرهار له عامې روغتیا ریاست سره د ۷۰زره Cefixime 400mg درملو مرسته وکړه .
د عامې روغتیا رییس د یادې مرستې له امله د قول اردو له مسوولینو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه درمل به پرهغه روغتونونو وویشي چې د درملو له نه شتون سره مخ دي.
اکرم