سیاست

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي، پرون د یوشمیر سناتورانو په ملګرتیاد افغانستان ملي بانک وکوت.

کابل باختر دزمري  دولسمه
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي، پرون د یوشمیر سناتورانو په ملګرتیاد افغانستان ملي بانک وکوت.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دي کتنه کې د دی بانک مسئولينو د مشرانو جرګې هيئت ته د بانک د فعاليتونو او په ځانګړي توګه د اسلامي بانکوالۍ په اړه دمعلوماتو دوړاندي کولو په ترځ کی وويل دغه بانک هڅه کوي چی په پیل کی داسلامی بانکوالی دترویج اوپراختیا په موخه د بیع المرابحی له میتودونو سره سم ددولت کارکوونکوته دکورنیوداړتیاوړتوکی اوجایدادونه په اوږدمهاله قسطونووپلوری اوپدی باب یی له یوشمیرالکترونیکی کمپنیواوساختمانی شرکتونوسره توافق لیکونه هم لاس ليک کړی دی.
ورپسې ښاغلي صديقي د خپلو خبرو په ترڅ کې په بېلا بيلو برخو کې هېواد والو ته د اقتصادي پرمختګ او اسانتياو برابرول ګټور وبلل او په دي برخه کې یی د مسئولينو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته