ټولنه

په بدخشان کې دحيوانې محصولاتو زياتوالى .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دبدخشان ولايت دکرنې او مالدارى دادارې مسوولين وايي چې په بدخشان کې  دغواګانو دنسل اصلاح ښه نتيجه ورکړې  ده او له دغه نسل څخه دسيمه ئيزو غواګانو په پرتله زيات  محصولات ترلاسه کيږي .
دبدخشان ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست دوترنري  او دڅارويو د روغتيا آمر غلام سحين دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه پروګرام دحيواني محصولاتو دزياتوالي په مقصد تطبيق شوى دى او د لبنياتو د زياتوالي په برخه کې ګټورې نتيجې لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغه ولايت دکرنې رياست هلې ځلې کوي چې دغه پروګرام  ته وده ورکړي  او دخلکو اقتصاد لوړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته