کابل باختر دچنګاښ څليرويشتمه :
درمضان دجام دفوټسال سياليو پرون مازيګر په هرات ولايت کې په يوې لوبې سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليو کې داتحاد ټيم دڅلورو په وړاندې په شپږو سره داريانا ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې په حذفى توګه د ٦٤ ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن مازيګر دالهلال ټيم له عمران ټيم سره او دستاره سرخ ټيم له سيمرخ ټيم سره لوبه وکړي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ