سیاست

له امريکا سره داستراتيژيکى تړون دلاسليک له ا مله د افغانستان او هرات دسياسي او علمى شخصيتو نو د خوشبينى څرګندول.

هرات باختر دغويي ١٢ مـــــــــــــــــــه

د امريکا د متحده ايالاتو اوافغا نستان ترمنځ د استرا تيژيکى موافقه ليک د علمي څيړنې ددرې ورځنيو خبرو له پاى ته رسيدو سره جوخت د هيواد يو شمير علمي غوره شخصيتو نو اود پوهنتونونو استادانو د افغا نستان اود سيمې پر را تلو نکو حالا تو ددغه تړون د پايلې په نسبت خوشبيني څرګنده کړه .

دامريکادمتحده ايالاتواودافغانستان دولت ترمنځ داسترا تيژيکي تړون له لاسليک څخه د نږدي يوې مياشتې په تيريدو سره د سيمې اونړۍ پر راتلونکى باندې ددغه تړون مثبتې اغيزې دغه راز د خبري او سياسي ټولنو دخبرو مهم ټکي دي .

 په همدې لاره کې د مدنې ټولنې يو شمير استا زو ،دپو هنتونونو استادانو او محصلانودافغانستان اوامريکاترمنځ داسترا تيژيکي تړون د ګټو ، اغيزو او پايلو په پاب خبرې او نظر څر ګند کړ.

 د غالب د لوړو زده کړو مو سسه چې ددغه موافقه ليک د علمي څيړنې ددرې ورځني خبرو کوربه او جوړ ونکى دى د تيرو دريو ورځو په بهير کې دغوره استادا نو او علمي شخصيتو نو په را بللو سره هڅه او ها ند کړى دى چې ددغه تړون دټولنيزو ،اقتصادي او امنيتي بيلا بيلو  اړ خونو کره کتنه اوڅيړنه وشي .

د باختر ا ژانس دخبر له مخې دسياسي چارو پو ها نو اوما هرا نو چې په دې غونډه کې خبري کړي دي په ټوليزه تو ګه ددغه تړون لاسليک يې د افغا نستان د اقتصاد ، امنيت او سياست په ګټه وبلله اود هغه دمثبتو پايلو په باب يې خوشبيني څرګنده کړه.

که څه هم دا لومړي ځل دى چې د يو خصوصي پو هنتون له خوا  په هرات ولايت کې دغه شان اقدام کيږي خو له دې مخکې هم د هرات د والى په بلنه د بهرنيو چارو د پخوا نى وزير اود هيواد د جمهور رئيس د ملي امنيت دسلا کار ډاکتر سپنتا په ګډون  د هرات په پوهنتون کې دخبرو يوه غونډه جوړه شوه .

 په همدې حال کې  دپو هنتون دسياسي حقوقواود سياسي علو مو دپوهنځي استاد عبدالحفيظ الله جواد، په دې با ور دى چې د افغانستان دولت کولاي شي په را تلو نکو  لسو کلو نو کې له دې فرصت څخه د هيواد د سياسي پرمختيا او ثبات لپاره استفاده وکړي .

 دپو هنتون دغو استادا نو د سياسي ګوندونو وده ، دد مو کراسي اود امنيتي حالاتو د بنسټونو ټينګښت او ښه حکومتوالى ته پاملرنه هغه موضوعګا نې بولى چې د افغا نستان دولت بايد په راتلو نکو لسو کلو نو کې ور ته پا ملرنه و کړي .

 په همدې حال کې د غالب دلوړو زده کړو د موسسي دحقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد زلمي ماهيار هم د ا مريکا د بهرني سياست د هدفونو او په دغه تړون کې د هغو د منعکس کيدو په څيړنه لاس پورى کړ .

 په همدې حال کې د غالب د لوړو زده کړو د موسسي د حقوقو او سياسي علو مو د پو هنځى رئيس پو هنيارخليل احمد فضل وا يي دغه سياسي غونډه د لومړي ځل لپاره د نږدي پنځه سوه تنو ځوانانو او محصلا نو په ګډون د ا مريکا د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د تړون دلاسليک د کره کتنې دڅيړنې په هدف په هرات ښار کې جوړه شوه .

ددغې غونډې په وروستي ورځ د هرات ددولتي او خصوصي پوهنتونونو په زيات شمير استادا نو سر بيره غوره شخصيتو نو اود هيواد د مرکز دپو هنتونونو پرو فيسرا نو هم ګډون کړي وو.

په دغه سياسي مهمه غونډه کې د موضوعګانو په باب په پرا خه تو ګه علمي خبرې ا ترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته