امنیت

د هغه واټ پرانستل چې د طالبانو له خوا د ډبرو په اچولو سره تړل شوى و

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٣
د هغه واټ د پاکولو کار چې طالبانو پکې ډبرې اچولې وې او تړل شوى و؛ اوس هم دوام لري.
د کونړ ولايت يوه سيمه ييز مقام وويل چې طالبانو هغه واټ چې د ناړې او غازي آباد ولسوالۍ د کونړ ولايت له مرکز اسعد آباد سره نښلوي؛ له غره څخه د ډبرو په اچولو سره تړلى دى.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى هلې ځلې کوي چې ډير ژر له واټ څخه دغه خندوڼه لرې کړي.
د سيمې خلک وايي چې د واټ تړل کيدو زياتې ستونزې رامنځته کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته