کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
د هېواد په ختيځ کې د داعش د ډلې ٢٠ تنه غړي د ځانګړو ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تېره شپه دننګرهارولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نويو بريدونو کې٢٠ تنه داعشيان و وژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانو اچين، هسکې مينې، روداتو او کوټ په ولسواليو کې بريدونه وشول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې له ټولو جنګي و سايلو سره يې د داعشيانو څو پټنحي او مرکزونه دړې وړې شوي دي.
ديوبل خبرله مخې:
پوځيانو په ننګرهار ولاېت کې د يولړ چاودنو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه شپږماينونه کشف اوشنډکړل. د دغو ماينونو د ښخولو په تورڅوک نه دي نيول شوي .
دغه راز پوځيانوپه ننګرهار ولايت کې د وسلو او مهماتو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې چې د خوږياڼيو او بټي کوټ په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې؛ له هغوڅخه يوشمېرسپکې اودرندې وسلې ترلاسه شوې.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل