قندهار باختردليندۍ دمياشتې١٨ نيټه :
دهېواد په جنوب قندهارولايت کې دطالبانو دډلې درې ډيپوګانې کشف شوې.
له دغو ډيپوګانو څخه چې ددغه ولايت په جنوب کې دطالبانو په پټنځايونو کې ساتل کيدل په لسګونو سپکې او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو له دغو زيرمو څخه په ډاراچوونکو بريدونو کې استفاده کوله.
ده وويل چې له دغو ډپيوګانوڅخه سپک او درانده جنګي وسايل ،بمونه او په خپل لاس جوړ شوي ماينونه او توغندي ويشتوونکي ترلاسه شوي دي .
ددغو جنګي وسايلو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ