امنیت

دننګرهار د امنيه قوماندانۍ په وړاندې دځانمرګى بريد نوي جززئيات

٣١-کابلباختر د ميزان ٢٠
دوه تنه پوليس او دوه تنه ملکي وګړي د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ په وړاندې دځانمرګى بريد له امله شهيدان شول او پنځه تنه پوليسان اودوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه بريد نن سهارپه اوونيموبجو هغه وخت وشو چې يوځانمرګي يرغلګر له دريو موانعو څخه له تيريدو وروسته له چاوديدونکو توکو بار خپل موټرپه جلال ا باد ښارکې د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د دروازې په وړا ندې وچاوه .
د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال ددغو تلفاتو دتاييد ولو په ترڅ کې دباخترآژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل: وسله وال طالبان ددغه ځانمرګي بريد مسوول دى چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينودپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
په همدې حال کې دجلال اباد ښاردملکي روغتون ډاکترانو ددغه ځانمرګي بريد دپنځو تنوټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
له دغه ځانمرګى بريد ټيک درې ساعته وروسته د جلال اباد ښار د دوو نورو قوي چاودنو شاهد و.
دغه چاودنې په پرله پسې توګه دجلال اباد ښاردڅلورمې امنيتي حوزې د دروازې په وړاندې وشوې.
دننګرهارد والي ويندوى احمدضيا عبدالزي وايي چې ددغو چاودنو له ا مله چاته زيان نه دى رسيدلى، يوازې د امنيتي ځواکونو يوه واسطه ويجاړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته