امنیت

د ملي اردو دځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې ١٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٤ :
د ملي دفاع  وزارت مقامات وايي  چې د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د ملي اردو    د  ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  ١٢٩ تنه  ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د ملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د ملي اردو  د ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري  او په  نوې پرمختيا کې  ١٢٩ تنه  ډار اچوونکي د ننګرهارولايت د شيرزاد او حصارک ،  د پکتيا ولايت د شواک ، د هلمند ولايت د موسى قلعه او نوزاد، دکابل ولايت دخاکجبار ،. د غزني ولايت  د قره باغ  او ده يک ، د زابل  ولايت د شاه جوى ، د بادغيس ولايت د بالامرغاب  او د سرپل ولايت  د کوهستاناتو د ولسواليو  په مربوطاتو کې  ١٢٩ تنه  ډار اچوونکي  وژل شوي دي.
دغه راز ددغو عملياتو په بهېرکې  ٩٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددغې ډلې  ديارلس تنه نور غړي نيول شوي دي.
دغه راز يوه  اندازه وسله او د درندو  وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل  ترلاسه شوي  دي او لس ماينونه  هم کشف او شنډکړى شوي دي ،.
د يوبل خبرله مخې :  د ملي اردو ديارلس تنه عسکر د ا منيتي دندو په بهېر کې دماينونو د چاودنې او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي .
د ملي دفاع  وزارت  دامنيتي دندو د ترسره کولو په بهېرکې  د دغو پوځيانو شهادت تائيد کړ خو د پيښو سيمې   يې مشخصې نه  کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته