کابل باختر د سلواغۍ دولسمه :
څلور تنه ډار اچوونکي دملي امنيت دمنسوبينو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول .
په نيول شويو کسانو دځانمرګو او ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو تور لګول شوى دى .
دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې نيول شوي کسان عبدالغني ، محمد ظريف ، عزت الله او رحمت الله نوميږي چې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا دقندهار ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په قندهار ښار کې دڅو ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو اعتراف کړى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ