روغتیا

دکندهار په معروف ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز پرانستل شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دکندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې پرون يو روغتيايي مرکز پرانستل شو او داستفادي وړ وگرځيد.

ددغه روغتيايي مرکز په پرانستلو سره دمعروف ولسوالۍ کليو ته دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو برسيره  دمعروف  ولسوالۍ دګاونډيو کليو اړتياوي هم لري کړي.

دکندهار ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه مرکز په کندهار ولايت کې دامريکا دبيارغاونې  دټيم په مرسته  ددوه سوه زرو ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.

دده دڅرگندونوله مخې  دغه مرکز په يو پوړ کې  جوړشوي دي  او اته خونې  لري اوشپاړلس تنه روغتيايي منسوبين  ٢٤ ساعته دمور او ماشوم دملاتړ ، ساري ناروغيو  ، داخلي  ، جراحي  او دواکسيناسيون دڅانګو په لرلوسره په روغتيايي خدمتونو بوخت دي

دمعروف ولسوال عبدالصمد دوراني  ددغه مرکز دپرانستلو په وخت کې وويل پخواهم  په دغې ولسوالۍ کې  يو روغتيايي  کلينيک  جوړشوي و چې اوس ددغه مرکزپه فعاليدوسره اړکسان کولاي شي په اساني سره په روغتيايي خدمتونو لاس بري پيداکړي  .

دمعروف ولسوالۍ دکندهار په جنوب ختيځ کې پرته ده او دوه سوه زره تنه وګړي لري .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا