کابل/د لړم ١٢مه/باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ په چوب بندي ساحه کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دښمن دوه مړي له يو (آر.پي.جي -٧) توغندي ويشتونکي او څو مهماتو سره د جګړې په ډګرکې پاتې و.
دغه راز په عملياتو کې څو ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
خبرځاى زياته کړه چې په عملياتوکې ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ختم- ج -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ