سیاست

جمهوررئیس غني د ولایتي شوراګانو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل

_کابل_باختر د زمري د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ولایتي شوراګانو له ځینو رئیسانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بیګ، د یادې ادارې د کړنو او له ولایتي شوراګانو سره د اړیکو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
هغه د ثبات ټینګښت او د قانون حاکمیت کې د ولایتي شوراګانو د فعالې ونډې یادونه وکړه او د حکومت او ولایتي شوراګانو پر زیاتې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا رئیس فرید بختور، د پروان د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني، د بغلان د ولایتي شورا رئیس اسدالله شهباز د خپلو محیطي ستونزو او خلکو او حکومت سره د اړیکو په ټينګښت کې د ولایتي شوراګانو د ونډې په اړه خبرې وکړې او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغوی له جمهوررئیس څخه وغوښتل، چې د هېواد له ولایتي شوراګانو سره زیاتې مشورې وکړي او د ملي یووالي له حکومت سره یې د ملاتړ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې هیڅ ائتلاف د حکومت مناسب بدیل نه شي کېدای. په همدې ترتیب هغوی په اصلاحاتو، انډوليز انکشاف او د بې عدالتۍ په له منځه وړلو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، له دولت سره د ولایتي شوراګانو د رئیسانو د همکارۍ له مثبتې روحیې مننه وکړه او وې ویل، موږ له  پخواڅخه ( د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړېدوپر مهال) د ولایتي شوراګانو پر رول باوري وو.
جمهوررئیس وویل، زموږ هېواد، د مشورې هېواد دی او له همدې امله ستاسو ډېرو مشورو ته اړتیا لرو.
هغه په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د هېواد ننګونې او ستونزې له دوی سره شریکې کړې او په ټینګار یې وویل، د اصلاحاتو لپاره تياري لرو او په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو.
جمهوررئیس د سوداګرۍ، ترانزیت، پانګونې او د عوایدو د زیاتېدوپه برخوکې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې دغه لاسته راوړنې باید پیاوړې شي.
محمد اشرف غني وویل، له ولایتي شوراګانو سره په زون وار ډول خبرې کوو. هغه زیاته کړه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې کار دوام لري او د افغانستان له لارې ایران ـ ترکمنستان ته د اوسپنې پټلۍ جوړول به هرات ولایت پر تجارتي سیمه بدل کړي.
هغه زیاته کړه، بغلان ولایت به د برېښنا پر تجارتي او ترانزیتي مهمه سیمه بدل شي  او د هېواد په نورو سیمو کې هم پراختیایي کارونه دوام لري.
جمهوررئیس وویل، د مزار شریف ــ هرات اوسپنې پټلۍ په جوړېدو سره به دغه سیمه هم ښه اقتصادي موقعیت پیدا کړي او پر مرکزي، ختیځ، او سویل ختیځو سیمو هم کار روان دی.
جمهوررئیس غني وویل، په کابینه کې بدلونونه رامنځته شوي او موږ به د سیمې په کچه ځوانه کابینه ولرو.
جمهوررئیس د ولایتي شوراګانو له رئیسانو وغوښتل، چې د کابینې او شوراګانو ( د ملي امنیت شورا پرته) ناستوته دې خپل استازي واستوي، چې د حکومت کړنې له نږدې وګوري.
هغه زیاته کړه، ولایتي شوراګانې د کال په هره ربع کې  له مشخصې اجنډا سره د کابینې ټولو له غړو او خپلواکو ادارو سره خبرې کولی شي او همداراز د ویډیو کنفرانس له لارې به له دوی سره خبرې وشي.
د هېواد جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته لارښونه و کړه، چې د ولایتي شوراګانو د غړو مثبتې کړنې وستایي.
جمهوررئیس د دغې کتنې په پای کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولایتي شوراګانو د رئیسانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او د دغه ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته