ټولنه

په اړو کسانو د مرستو د ويش په مقصديو کميسيون جوړشو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٢  :
د کندز ولايت په مصيبت ځپلو او زيانمنو شويوکسانو دمرستې دويش په مقصد نن يو کميسيون جوړشو.
دکندز ولايت سرپرست حمدالله دانشي باختر آژانس ته خبرورکړ: وروستيوجګړو د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسيدونکي زيانمن کړي دي، خو لا تراوسه پورې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دانشي وايي: د اړو کسانو له تشخيص پرته نه شو کولاى مرستې ووشي او په همدې سبب مو يو کميسيون جوړکړى دى چې مستحق کسان وپيژندل شي او مرستې په منظم او معياري ډول وويشل شي.
دا په  داسې حال کې ده چې په څو تيرو ورځوکې د ملي پوليسو او د ملي اردو له خوا په خواره واره ډول زياتې مرستې ويشل شوې دي.
د دانشي دڅرګندونوله مخې: مستحقوکسانو ته د مرستې رسول د دوى يو کاري لومړيتوب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته