نړۍ

په بلوچستان ايالت کې ديو تروريستي بريد مخنيوي

–   کويټه باختر دکب شپږ ويشتمه :
دبلوچستان ايالت سرحدي ځواکونو څوارلس تنه تروريستان له يوې اندازي چاوديدونکو توکو سره ونيول .
باختراژانس دپاکستان د ډان  ورځپانې له خولې خبر راکړ چې دغه کسان پرون په هاپ سيمه کې ونيول شول ، يوه اړونده خبرځاى وويل له دغو کسانو څخه سل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې دکارولو لپاره يو زرو پنځه سوه کيلوګرامه کيمياوي توکي او يوه  انداز ه وسلې او مهمات  دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  له بلې خوا دبلوچستان ايالت سرحدي ځواکونو ويلي دي  چې دوى  په دې بريالي شوي دي چې ددغو توکو په کشف او ترلاسه کولو سره په دغه ايالت کې دتروريستي بريد مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته