امنیت

يوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
د داعش د ډلې ١١ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
پر دغو داعشيانو تېره شپه د هسکې مينې او غني خيلو د ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې ١١ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل چې پر دغو داعشيانو د هسکې مينې او غني خيلو د ولسواليو په ځينو سيمو کې د هغوی په مرکزونو بريدونه وشول .
ويل شوي دي په دغو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د داعشيانو درې مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
  ختم_ فرشته _  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته