فرهنګ

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو

کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
د قرآن عظيم الشان د ختم مراسم نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پرځاى شول.
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ، د خپرونو چارو او مالي، اداري او د ګرځندوى معینانو، رییسانو او د دغه وزارت یوشمېر کارکوونکو ګډون لاره.
ګډون کوونکو په هېواد او د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې د سولې او آرامۍ د ټينګښت او د کرونا ویروس د له منځه وړلو په خاطر دعا وکړه او د لوی خدای (ج) له دربار څخه د افغانستان د اړو او درديدلو خلکو د ستونزو د حل او د خلکو د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته