سیاست

جمهور رئیس غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې: تاسې د نظام د ثبات بنسټ ياست

کابل_باختر د کب د مياشتې ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د کندهار، هلمند، زابل، بامیان، غور او د بادغیس ولایتونو د ولسوالیو د ملي امنیت له مدیرانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د یاد ریاست له لوري د ملي امنیت د مدیرانو، آمرانو او منسوبینو د وړتیاو د لوړولو په موخه د جوړ شوي سیمینار په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي اندرابي وویل، په یاد سیمینار کې د ملي امنیت د منسوبینو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ د ولسوالیو د ملي امنیت له مدیرانو سره د دوی د ارقامو د ارزښت، صحت او کره والي په هکله هم بحث وشو او دوی ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به لا ډېر دقت او توجه وکړي.
وروسته د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ دملي امنیت  مدیر او د کندهار اطرافي مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې ویل، په سیمینار کې یې د دښمن د پټنځیو او د تګ راتګ د لارو د تشخیص، له عالمانو، مخورو او خلکو سره د ګډ کار په هکله ډېر څه زده کړل.
دوی همدارنګه په ولسوالیو کې د ودانیو د نشتوالي، د مقرریو، ترفیعاتو، په ولسوالیو کې د ملي امنیت منسوبینو د ظرفیتونو او په نورو برخو کې شته ستونزې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د غوره سالارۍ د اصل په اساس دې د مجازاتو او مکافاتو میکانیزم رامنځته شي.
جمهور رئیس غني د هغوی د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، تاسو د نظام د ثبات بنسټ ياست، ځکه موږ ستاسو د معلوماتو په اساس تصمیم نیسو، څومره چې دغه معلومات دقیق وي، هغومره به زموږ تصامیم هم ګټور وي.
د هېواد جمهور رئیس د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسو د پيوستون مرکز ياست، ځکه دولت ستاسو د معلوماتو په اساس پرېکړې کوي، نو له دې امله تاسو مهم یئ. هغه ټینګار وکړ، د افغانستان ولسوالۍ باید د دښمن له ګواښ څخه خوندي وي، ځکه زموږ موخه د ولس خوندیتوب او  ارامي ده.
جمهور رئیس غني وویل، زموږ جنګ د باطل پر ضد د حق مبارزه ده او باید دغه جنګ وګټو، ځکه موږ د راتلونکو نسلونو لپاره مبارزه کوو. هغه زیاته کړه، راتلونکي نسلونه ستاسو د هڅو، مبارزو او سرښندنو له برکته مصئون کېدلی شي، نو له دې امله باید د خپل کار ارزښت درک کړئ.
محمد اشرف غني وویل، ترهګرو موږ ته بدمرغي راوړې او زموږ هېواد یې د جګړې ډګر ګرځولی. هغوی  زموږ  ماشومان، ښځې او مشران شهیدانوي. هغه په ټینګار وویل، دا د اتلانو وطن دی او موږ به د افغانستان له پاکې خاورې څخه د دوی تر نابودۍ پورې د هغوی پر ضد وجنګېږو.
جمهور رئیس په ولسوالیو کې د ودانیو د کمبود ستونزو ته په اشارې وویل، سږ کال په ځینو ولسوالیو کې کمپلکسونه جوړېږي، چې په کرار کرار به د ټولو ولسوالیو د ودانیو د کمبود ستونزې حل شي.
جمهور رئیس غني وویل، د ښارونو او په لویه کې د هېواد ثبات او بې ثباتي په ولسوالیو پورې تړلی دی که ولسوالۍ امن شي، نو ښارونه او لویې لارې ورسره باثباته او خوندي کېږي. هغه دا هم وویل، تر څو چې سرحدي ولسوالۍ امن نشي، نو هېواد له امنیتي پلوه نه خوندي کېږي.
جمهور رئیس غني په ټینګار وویل، له اداري فساد سره زموږ مبارزه جدي ده، د فساد مرکزونه معلوم دي چې په اساسي توګه به تصفیه شي. هغه زیاته کړه، خلک امنیت، ثبات، تعلیم، ښه ژوند او عدالت غواړي.
هغه د سیستم او نظام اصلاح او د همغږي رامنځته کولو ته په اشارې وویل، هغوی چې په واسطو او وسیلو مقرر شوي همدوی د فساد لامل او د همغږي پر وړاندې لوی خنډ دي، په دې برخه کې به بنسټیز اصلاحات راولو.
محمد اشرف غني د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د یو شفاف میکانیزم په اساس دې د بستونو ارتقا او د ملي امنیت د منسوبینو ترفیعاتو ته پاملرنه وشي. هغه وویل، څوک چې وظیفوي غفلت او ناغېړی کوي باید د اصولو په اساس مجازات او هغوی چې زحمت باسي او شپه ورځ صادقانه مبارزه کوي هغوی باید تقدیر شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته