امنیت

دکورنيو چارو وزارت په هيواد کې په تيرو شپږو مياشتو کې درې سوه پنځوس تنه نشه يي توکې ضبطه شوي دي

کابل – باختر دتلې پنځه ويښتمه
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزي پوليسو په تيرو شپږو مياشتو کې درې سوه پنځوس ټنه نشه يي توکې کشف او ضبطه کړي دي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبازري جنرال معين بازمحمد احمدى وايي چې په ترلاسه  شويو توکو کې يو زرو اووه سوه اويا کېلوګرامه اپين ،څلورسوه دوه نوى کېلوګرامه مورفعين ،څلور سوه نهه ديرش کېلوګرامه چرس او دولس زره يوسلو اته ديرش ليتره الکولي مشروبات شته.
دغه راز په دې بهيرکې دنشه يي توکو دپروسس او توليد اوو ويشت لابراتوارونونه  هم دپوليسو له خوا دهيواد په بيلا بيلو سيموکې کشف او له منځه وړل شوي دي او يوزرو درې سوه تنه ددغو پيښو په اړوند نيول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته