ورزش

د افغانستان دکرکټ ټيم د سريلانکا دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باخترد کب اتمه :
دافغانستان دنولس کلنوځوانانو دکرکټ ټيم نن عربي متحده اماراتو د دوبى په لوبغالي  کې  د سريلانکا د نولس کلنوځوانانودکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه .
دباخترآژانس دخبر له مخې: د سريلانکا د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم لومړى  په توب وهلو پيل وکړ او دخپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يوسلو څوارلسو منډو څلور ديرشم اور ترلاسه کړ او مقابل لوري ته يې يوسلوپنځلسو منډو هدف وټاکه .
دهيواد دنولس کلنو ځوانانو ټيم په يو ويشتم اور کې په آسانى سره وکولاى شول د يوسلو اتلسو منډوپه ترلاسه کولو سره خپل پياوړى سيال ته ماتې ورکړي .
په دې برياليتوب سره د هيواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم دکرکټ د نړيوال جام په سياليوکې اووم مقام وګاټه .
د افغانستان دکرکټ ټيم په دغوسياليوکې د اسټراليا، ناميبيا او سريلانکا ټيمونو ته ماتې ورکړه، خو د بنګله ديش، ويست انډيز او دجنوبي افريقا د ټيمونو په وړاندې يې ماټې ومنله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته