کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د واورې د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت ویلي، چې نن او سبا په بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، نورستان، لغمان ولایتونو او سالنګونو کې د درنې واورې او تېز اورښت اټکل شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۰ـ۳۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۵- ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.