اقتصاد

داوبولګولو ددوولسو پروژو دبيارغاونې تړون لاسليک شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
دکرنې او اوبولګولو وزارت په هېواد کې  دکرنې دښه والي په خاطر  نن  داوبو لګولو  د اوولسو شبکو دبيارغاونې قرارداد لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دغه قرارداد دکرنې او اوبولګولو وزارت دمالي او اداري معين عبدالقدير جواد له خوا دکرنې دښه والي  ،دخړوبولو دعصري کولو ، داوبو له زيرمو څخه  په ښه ډول  ګټه اخيستنه او دهېواد دبزګرانو دملاتړ  په خاطر  لاسليک شو.
ددغه قرارداد له مخې  :دکابل ، پروان  اودلوګر د ولايتونو داوبولګولو شبکې  دکرنې او اوبولګولو وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه ديوسلو نوولسو مليونو  په ټول لګښت په عصري ډول جوړيږي.
ددغوپروژو دکارپه بشپړيدوسره څه دپاسه پنځلس زره جريبه  کرنيزه ځمکه  خړوبيږي  او خلکو ته   درې شپيته زره شپږ سوه اتيا کاري ورځې  برابريږي چې په ټوليزه توګه  څه دپاسه  درې زره کورنۍ له دغو پروژو څخه ګټه اخلي.
ددغو اوولسو شبکو له څخه شپږ شبکې  دکابل ولايت  دقره باغ او ده سبز په ولسواليو  او  اووه پروژې دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ  او په چاريکارو ښارکې  څلور نورې پروژې په لوګر ولايت کې  جوړيږي.
ددغو پروژو په  تطبيق سره  په سلو کې څلويښت  داوبو  دضايع کيدو مخه نيول کيږي او ترڅنګ يې  دکرنې په محصولاتو کې په سلو کې شل  زياتوالى رامنځته کيږي او په سلو کې پنځلس شنې ساحې زياتيږي.
دکرنې  او اوبولګولو وزارت مالي او اداري معين  دغه راز په نږدې راتلوونکې کې دکابل او لوګر په و لايتونو کې  دورته پروژو  دتطبيق لپاره  دشپږو قراردادونو دلاسليک کولو خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته