ټولنه

دحضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت د محجوزينو او بنديانو دمجازاتو دتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان .

کابل باختر د سلواغي څلورمه
دحضرت محمد مصطفي  ( ص)  دنيکمرغه ميلاد په مناسبت د محجوزينو او بنديانو دمجازاتو دتخفيف  او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان .
  دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې په  ١٨ فقره  کې له ليکل شوي حکم سره  سم دبشريت دناجي سرور کايينات حضرت محمد مصطفي ( صلى الله واله وسلم )  دنيکمرغه ميلاد له امله چې دهغه لارښوونې او ارشادات د صلاح اونيکمرغي، رحمت او بخښنې او دمسامحې ضمانت کوي  دهغو محکومينو دحجزاو بند مجازاتو بخښنه چې دمحکمو په قطعي او وروستي حکم په جزا محکوم شوي دي په دې ډلو منظوريږي .
دمحجوزينو دمجازاتو بخښنه .
  لومړى ماده .
  ( ١)  هغه محجوزين  چې په اته کاله ياله دې څخه زيات په حجز محکوم  شوي وي په دې شرط  دى له  حجز څخه ازاد شي  چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې ددوى دمحکوم بها دحجز له ټولى مودې څخه دڅه دپاسه دوه کاله نه وي پاتې .
( ٢)  هغه محجوزين  چې له پنځو څخه تراتو کلونو پورې په حجز محکوم شوي وي په دې شرط دى له حجز څخه ازاد شي چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې ددوى دمحکوم بها دحجز له ټولى مودې څخه څه دپاسه يو نيم کال نه وي پاتې شوى .
  ( ٣)  هغه محجوزين چې له يو کال څخه زيات تر پنځو کلونو پورې په حجز محکوم شوي وي په دې شرط دى له حجز څخه ازاد شي چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې ددوى دمحکوم بها د حجز له ټولى مودې څخه له شپږو مياشتو څخه زياته نه وي پاتې شوى .
  ( ٤)  هغه محجوزين  چې تريو کال پورې په حجز محکوم شوي دي په دې شرط  دى له حجز څخه ازاد شي چې دخپل  محکوميت نيمايي موده يې تيره کړى وى .
دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف
دويمه ماده :
  هغه محجوزين  چې ددغه فرمان په لومړي ماده کې دبخښنې له ليکل شويو ښيګڼو  څخه استفاده ونه کړى شى ددوى دپاتې حجز دمجازاتو په موده کې دى ، په دې ډول تخفيف راشي .
١_  ددغې مادې په لومړى فقره کې دليکل شويو محجوزينو د پاتې حجز دمجازاتو په موده کې يو نيم کال
٢_  ددغې مادې په دويمه فقره کې دليکل شويو محجوزينو د پاتې حجز دمجازاتو  په موده کې يو کال .
  ٣_  ددغې مادې په دريمه فقره کې دليکل شويو محجوزينو دپاتې حجز دمجازاتو په موده کې شپږ مياشتې .
٤_  ددغې مادې په څلورمه فقره کې  دليکل شويو محجوزينو دپاتې حجز دمجازاتو په موده کې درې مياشتې .
دبنديانو دمجازاتو بخښنه
  دريمه ماده
(١ )  هغه بنديانې ښځې او نارينه چې دپنځلس کاله يا له دې څخه دزيات بند په مجازاتو محکوم شوي وي ، په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې ددوى  دبندله  مودې څخه له دوو کلونو څخه زيات نه  دي پاتې شوي ، ددوى دبند پاتې موده دې وبخښل شي او ازاد دى شي .
  ( ٢)  هغه بنديانې ښځې او نارينه چې له لسو څخه تر پنځلسو کلونوپورې دبند په جزا محکوم شوي وي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پورې ددوى د بند له مودې څخه له يو کال  او شپږو مياشتو څخه زياته موده نه وي پاتې شوي ددوى دبند پاتې موده دې وبخښل شي او ازاد شي .
( ٣)  هغه بنديانې ښځې او نارينه چې له پنځو کلونو څخه تر لسو کلونو پورې دبند په جزا محکوم شوي وي  په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو ترنيټې پورې ددوى دمحکوم بها دبند له مودې څخه له يوکال څخه زيات نه وي پاتې شوي  ددوى دبند پاتې موده دې وبخشل شي اوازاد شي .
( ٤)  هغه بنديانې ښځې او نارينه چې له يو کال څخه زيات تر پنځو کلونو پورې دبند په جزا محکوم شوي وي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو ترنيټې  پورې ددوى دمحکوم بها دبند له مودې څخه له شپږو مياشتو څخه زياته پاتې نه وي ، ددوى دبند پاتې موده دې وبخشل شي او ازاد شي .
  ( ٥)  هغه بنديانې ښځې او نارينه چې تريوکال پورې په بند محکوم شوي وي په دې شرط دى له بند څخه ازاد شي چې دمحکوم بها نيمايي موده يې تيره کړي وي .
  دبنديانو دمجازاتو تخفيف
  څلورمه ماده
دهغو بنديانو دمحکوم بها دپاتې مجازاتو چې ددغه فرمان ددريمې  مادې په لومړي او دويمه فقره کې دبخښنې له ليکل شويو ښيګنو څخه استفاده ونه کړي شي له هرکال څخه دې يوه مياشت تخفيف او ددغې مادې په دريمه اوڅلورمه فقره کې دليکل شويو بنديانو دپاتې مجازاتو له هرکال څخه يوه نيمه مياشت تخفيف او ددغې مادې دپنځمې فقرې  دمحکومينو له مجازاتو څخه دې دوه مياشتې تخفيف رامنځته شي .
د تخفيف او بخښنې خنډونه
پنځمه ماده
  ( ١)  هغه محجوزين اوبنديان چې په روان کال کې يې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په  پخوا نيو فرمانونوکې له ليکل شويو تخفيفونو څخه استفاده کړې ده ددغه فرمان په دويمه او څلورمه ماده کې له ليکل شويو تخفيفونو څخه استفاده نه  شي کولي.
( ٢)  په دې فرمان کې ليکل شوي محکومين هغه وخت په دغه فرمان کې دبخښنې  او تخفيف له  ليکل شويو ښيګنو څخه ګټه اخلي .
  چې ددوى دمجازاتو دتخفيف  او بخښنې ټوله موده ددوى دمحکوم بها دمجازاتو له نيمايي څخه زياته نه شي .
( ٣)  دتښتونې دجرمونو ، دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو، دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دجرمونو ، داداري  فساد دجرمونو ، تروريستي جرمونو او دنشه يي توکو د قاچاقو دجرمونو محکومين ددغه فرمان دبخښنې او تخفيف  له ښيګنو څخه ګټه نه  اخلي .
  دقطعې  دبند دمجازاتو بخښنه
شپږمه ماده
دملي اردو او دملي پوليسو هغه افسران بريدملان ، ساتنمنان او سرتيري ، دملي امنيت دلوى رياست او دنظامي تشکيلاتو دنورو لرونکو  وزارتونو او ادارو منسوبين چې په اړوند قطعاتو کې تريوکال پورې په تنفيذي  بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپلې محکوم بها دبند نيمايي موده يې په قطعه کې تيره کړى وى ددوى دبند پاتې موده دې وبخشل شي او ازاد شي .
دعمر لوړوالي
اوومه ماده
  هغه ښځينه بنديانې چې د ٦٥ کلني عمر او هغه نارينه بنديان چې د ٧٥ کلني  عمر يې بشپړ کړي وي  ددغه فرمان دپنځمې مادې ددويمې او دريمې فقرې دحکم په رعايتولو سره دې ددوې دبند پاتې موده وبخشل شي  او ازادشي .
  دتاوان دجبيرې ورکول او نغدي جزا
اتمه ماده
  په دغه فرمان کې دليکل شويو مجازاتو بخښنه او تخفيف دمحکوم پرخلاف دمحکوم بها دتاوان دجبيره کولو ، دنغدي مجازاتو او دنورو تکميلي او دتبعي مجازاتو دتنفيذ خنډ نه کيږي .
که چيري هغه محکومين چې ددغه فرمان له حکمونو سره  سم دخلاصون وړ پيژندل کيږي په نغدي مجازاتو اويا دتاوان په جبيره کولو هم محکوم شوي وي او لاتراوسه پورې يې دخپلې محکوم  بها مالي پيسې نه وي  ورکړى ، په رسمي ډول دى اړوندې سيمه ئيزې ادارې ته وروپيژندل شي چې دقانون د حکمونو په حدودوکې جزايي  اجراات وشي او دغه پيسې ورڅخه تحصيل شي .
  د حق العبدي  ددعوا نه اخلالول
نهمه ماده
ددغه فرمان حکمونه په هيڅ صورت  په محکمه کې  دحق العبدي ددعوا يا ددغې محکوم بها دحق دترلاسه کولو خنډ نه کيږي
دښځو دچارو او دشهيدانو ، معلولينو، کاراوټولنيزو چارودوزارتونومکلفيت

لسمه ماده
(١)_ دښځو دچارو وزارت مکلف دى  هغه ښځينه  محجوزين  اوبنديان چې ددغه فرمان له حکمونوسره سم له حجز يا بندڅخه ازاديږي  ددوى دشرعي محرم ترپيدا کيدو پورې  په اړوند ملاتړيزو مرکزونو کې  وساتي .
  ( ٢)  دشهيدانو معلولينو کار او دټولنيزو چارو وزارت مکلف دى  هغه نارينه محجوزين چې داتلس کلني  عمر ته نه وي رسيدلى او له حجز څخه ازاديږي ددوى دمشرانو ترپيداکيدو يا داتلس کلني عمر تر بشپړيدو پورې په اړوندو پالنځيو کې وساتي .
دکميسيون جوړول .
يوولسمه ماده
  ( ١-)  ددغه فرمان د حکمونو دتطبيق  په مقصد دولايتونو په مرکزونوکې له اړتيا او دمحکومينو له شميرسره سم دشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو ، ملي دفاع او دښځو دچارو دوزراتونو ، دملي امنيت دلوى رياست دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون ، دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو دلوى رياست او دجيلونو دادارې له يو يا دوو تنو استازو په ګډون او داړونده ولايت دڅارنوال داستازي په مشري يويا دوه کميسيونونه  جوړ شي  چې ډير ژر اوپه پوره دقت سره ددغه فرمان حکمونه تطبيق کړي .
  ( ٢)  موظف کميسيونونه  مکلف دي .
  دخپلو اجرااتو  رپوټ ددغه فرمان دحکمونو د عملي کولو په باب  داجرا دنيټې او دهغو محکومينو دفهرست له قيد سره چې  دمجازاتو له تخفيف او بخښنې څخه ګټه اخلي دښځو نارينه و او ماشومانو په تفکيک سره دخپلو اجرااتو رپوټ دعدليې اودکورنيو  چارو وزارتونو او دچارودادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست ته وړاندې کړي .
  انفاذ
دولسمه ماده
دغه فرمان د ١٣٩١ کال دسلواغې دمياشتې له څلورمې نيټې څخه نافذ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته