ټولنه

په لغمان کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شوه

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د لغمان ولايت په ۲۵ مرکزونو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شوه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال دخبر له مخې:
په هغه غونډ کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د لغمان ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نور محمد نور د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې په تخنیکي برخه تفصیلي خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د نوم لیکنې دغه پروسه به په مرکز کې د ثور د میاشتې تر ۲۲ مې نېټې دوام ومومي او له هغې وروسته به بیا د ولسوالیو په مرکزونو او ورپسې به په کلیو او بانډو کې یاده پروسه د ټاکلي مهال ویش سره سمه پیل شي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل د خوښۍ ځای دی، چې ولسونه د یو منتخب نظام د ټاکنې او له امیر سره د بعیت لپاره په یوې ولسواکې او شرعي پروسه کې د ګډون جواز تر لاسه کوي.
ننګ زیاته کړه چې رایه نه ورکول د ځان او له نظام سره جفا ده، هغه د ټاکنو په ټولو پړاوونو کې د خلکو په پراخ ګډون ټینګار وکړ او له ولسونو یې وغوښتل څو د دغې پروسې د بریالیتوب او مشروعیت لپاره روڼتیا او عدالت په پام کې ونیسي او په زیاته کچه په کې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې دغه پروسه د لغمان ولايت مرکز مهترلام پورې اړوندو ۲۵ مرکزونو کې پيل شوه چې په هر مرکز کې يو د ښځينه وو او يو د نارينوو محل شتون لري.پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته