ټولنه

د هلمند په ترافیکي پېښه کې څلور تنه ټپيان شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د هلمند – قندهار پر لویې لارې د هلمند چارګل پمپ په سیمه کې په ترافيکي پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د ټکر لامل بې احتیاطي او ګړندېتوب ښودل شوی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته