امنیت

په لوګرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

پل علم  باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٥ :
دوه تنه وسله وال طالبان د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار او د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند  سليم صالح د دغې پيښې په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: د کشفي راپور له مخې تېره شپه د پوليسو ځواکونو د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د پورک او نيازيو په کليوکې د يو کمين په ترڅ کې يو وسله وال طالب ووژل شو چې مړى يې له يو کلاشينکوف او يو موټر سايکل سره د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوى دى.
دغه راز د خبرځاى د څرګندونو له مخې: يو بل وسله وال طالب په برکي برک ولسوالۍ کې له پوليسو سره په مخامخه په جګړه کې ووژل شو او له هغه څخه يوه تومانچه د پوليسو لاس ته ورغلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته