ټولنه

د پنجشير ولايت د شتل ولسوالۍ لاره د واورې د اورښت له امله تړله شوې ده

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د پنجشير ولايت د شتل لاره د دغه ولايت له مرکز سره د واورې د اورښت له امله تړله شوې ده.
باختر آژانس ته د سيمه ييزو مقاماتو د څرګندونو له مخې : اوس د پنجشير ولايت په شتل ولسوالۍ کې د واورې لوړوالى له سلو سانتي څخه زيات دى .
دغه مقامات وايي: ټاکل شوې ده د فوايد عامې او د کليو د پراختيا رياست په دغې ولسوالۍ کې نن د واروې د پاکولو کار پيل کړي.
په همدې حال کې د شتل ولسوال ګلاب شاه ويلي دي: څه ناڅه شل کلي د شتل ولسوالۍ له مرکز سره هم اړيکه نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته