سیاستTOP

ډاکترعبدالله قطرته لاړ، د سولې غونډه جوړېږي

کابل / د زمري ۱۹ / باختر
ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې په اړوند لومړۍ غونډه نن نا وخته په قطرکې جوړشي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکترعبدالله عبدالله په دې غونډه کې د ګډون په خاطرنن دوحې ته ورسېد.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ویاند وايي ، په دې غونډه کې به په ډاکترعبدالله سربېره د قطرد بهرنیوچارو وزیر او د افغانستان لپاره د هېوادونوځانګړو استازوګډون وکړي.
امریکا، قطر، ملګروملتوسازمان ، روسيې ، چین ، انګلستان ، ایران ، پاکستان، ترکیې او ازبکستان هېوادونوخپل استازي دوحې ته لېږدولي دي.
جمهوري پلاوى به په دې غونډه کې خپل پیغام د سیمې او نړۍ هېوادونوته وړاندې کړي.
دغه غونډې د ښارونو پرمرکزونو د طالبانو د بریدونوله زیاتېدوسره جوخت جوړېږي، ویل شوي دي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ملاغني برادراو د دغې ډلې سیاسي مرستیال به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو د اوربند انفاذ او د پرمختک مخنیوی یو له عمده مسایلوڅخه دى چې په دې غونډه کې به پرې خبرې وشي.
د افغانستان د سولې غونډه به درې ورخې دوام وکړي اوپه تعقیب یې بله غونډه هم د افغانستان په اړوند په دوحه کې جوړه شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته