ټولنه

خلک : خداى دې هغو کسانو ته چې دلارو دبندښت سبب کېږي سزا ورکړي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دغبرګولى  دمياشتې لومړى نيټه دجمهوري  رياست دنوماندانو او ارګ  ترمنځ جنجالي ورځ چې  ددې سبب شوه چې ارګ ته عځيدلي لارې وتړل شي او خلکو ته ستونزې پيداکړي .
دغه ورځ دجمهوري  رياست په تيرو دريو انتخاباتو کې  جنجالي شوې نه وه
په افغانستان کې دجمهوري رياست لومړنى انتخابات د ١٣٨٣کال دتلې دمياشتې په اتلسمه نيټه ترسره شول او حامدکرزي  دافغانستان دلومړى جمهور رييس په توګه منتخب شو خو دديارلس   سوه اته اتيا کال دغبرګولي دمياشتې په لومړى  نيټه  د حامدکرزي  دجمهوري رياست   دکار ددورې له   پاى ته رسيدو وروسته دانتخاباتو خپلواک کميسيون اعلام وکړچې دامنيتي ستونزو ، دبودجې دکمښت اودفني مسئلو په سبب نه شي کولاى انتخابات په ټاکلي  وخت کې ترسره کړي .
  په  ٢٠٠٩  او ٢٠١٤ کلونوکې دنن ورځې په شان ستونزې رامنځته  شوې او دافغانستان سترې محکمې پريکړه وکړه چې  دوخت جمهور رييس  حامدکرزى دې دغبرګولى دمياشتې له لومړى نيټې  څخه وروسته دانتخاباتودپايلو تر اعلام  پورې خپل کار ته دوام ورکړي خو نن دغبرګولى د مياشتې په لومړى  نيټه دجمهوري رياست  ارګ ته غځيدلي واټونه دڅو ساعتونو لپاره  لېږدونکو وسايطو پرمخ وتړل شول او دواټونو تړل کيدل  ددې سبب شول چې  ښاريان په پلي توګه ځانونه خپلو  ورځنيو کارونو ته ورسوي  هغه سپين سرې مور چې لاس يې  دخپل دولس کلن مسي  په لاس کې  و او په چغواو نارو سره په لاره روانه وه وايي اې خدايه هغوانسانانو ته چې دخلکو لاره تړي سزا ورکړه هره ورځ  ژوند دبې وزلو خلکو سره سختوي چې موږ مظاهره کوو .
دې زياته کړه ناروغه يم او ډاکتر ته ځم اودمجبوريت له مخې له کوره وتلي يم
دکورنيو چارو وزارت دوياند ددفتر سرپرست نصرت رحيمي په کانتينرونو دواټونو تړل کيدل دجمهوري رياست دنوماندانوداحتمالي مظاهرو په ترسره کولو پورې چې په تيرو ورځو کې يې خبر دارى ورکړى و اړوند وبلل او ويې ويل  يوشمير ګوندونو او دجمهوري رياست نوماندانو مخکې له دې خبر دارى ورکړى و  که چېرې  جمهور رييس محمد اشرف غني او اجرائيه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  دغبرګولى دمياشتې په لومړې  نيټه له قدرت څخه ګوښه نه شي په لاريون  به لاس پورې کړي
  دوه ورځې مخکې دجمهوري رياست يوشمير نوماندانو دغبرګولي دمياشتې په لومړې نيټه دقدرت له ګدې  څخه  دملي وحدت دحکومت دمشرانو دګوښه کيدو  غوښتنه وکړه
دغه نوماندان استدلال  کوي چې دافغانستان داساسي قانون د  ٦١ مادې  له مخې دجمهور رييس  دنده دغبرګولي دمياشتې  په لومړې ورځ  پاى ته رسېږي خو دجمهوري رياست دوياندمرستيال شاه حسين مرتضوي  ستره محکمه داساسي قانون دتفسير يواځنۍ  مرجع  وبلله او يوځل بيا يې ټينګار وکړ چې هيڅوک نه شي کولاى قانون په خپله خوښه تفسير کړي .
سترې محکمې  څه موده مخکې دروان کال دتلي دمياشتې په شپږمه نيټه دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کيدو تر وخته پورې دجمهور رييس دکار په دوام رايه ورکړه خو نوماندان دسترې محکمې تفسير  نه مني .
  ختم_عطاالله _ اکرم
                                   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته