ټولنه

دفيض اباد تالقانو مواصلاتي لاره وتړل شوه .

کابل باختر د ثور نولسمه :

دموسمي اورښتونواو دسيلاونو دراوتلو له امله له تيرې شپې څخه د فيض اباد _ تالقانو لويه لاره دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .

دبدخشان ولايت دفوايد عامې رياست سرپرست  فيض احمد اماج  دباختراژانس خبريال ته وويل چې له سختو اورښتونو وروسته دسيلاونو دراوتلو اودکوچنيو  او سترو ډبرو او خټو دراټوليدو له امله دفيض اباد _  تالقانو مواصلاتي لاره په څوارلسو ځايونوکې دترافيکو پرمخ  تړل شوې ده .

اماج څرګنده کړه هغه ناڅيز امکانات چې زموږ دپرسونل په واک کې  شته دواټ دپاکولو لپاره کافي نه دى له دې امله موږ له خصوصي ساختماني  شرکتونو څخه هم  خدماتي وسايل په کرايي واخستل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دفيض اباد _ تالقانو لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته