ټولنه

نهه څلويښت تنه بنديان دپروان له جيل څخه ازاد شول

کابل باختر دوږي نهمه
  د پنځو تنو ښځو په  ګډون نهه څلويښت تنه بنديان دهيواد د جمهور رييس له فرمان سره سم  په پروان ولايت کې  له بند څخه ازاد شول .
  د پروان ولايت  دجيل دلوي مدير  سمونوال عبدالمبين رسولي  د څرګندونو له مخې ، دغه بنديان  دجمهوري رياست  له هغه فرمان سره سم  چې  دهيواد د خپلواکى  دبيرته ترلاسه کولو  د درې نويمي کاليزي  او دنيګمرغه کوچني اختر له امله صادر شوي و   له بند څخه ازاد شول .
  د رسولي  د څرګندونو له مخې ، ازادو شويو کسانو  ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د ټولنې د سالمو اشخاصو په توګه د هيواد  او هيوادوالو  په خدمت کې  واوسي .
  دغه راز دپروان دوالي مرستيال  له ازادو شويو کسانو څخه  وغوښتل  چې نور  د خلکو د دښمنانو له  خوا ونه غوړيږي  او دهيواد په خدمت کې واوسي .
ديادونې وړ ده چې د پروان  ولايت په جيل کې  د پنځلسو تنو  ښځو په ګډون  يو دپاسه  درې سوه تنه شپې سبا کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته