امنیت

دسرپل ټولې ستراتيژيکي سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند دبالاکينت دسيمې امنيتي حالت ښه شوى دى دسرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى دباختر آژانس خبريال ته وويل : دافغان امنيتي ځواکونو له خوا دنويد ١٣ چاڼيز عمليات له پنځو ورځو راپه دې خوا دسرپل دمرکز په مربوطاتو کې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري.
باقي زوى څرګنده کړه :ددغو عملياتو مهمې ستراتيژيکي سيمې او ټولې کلي چې پخوا دوسله والو طالبانو تر واکمنى لاندې وو د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
ده څرګنده کړه ددغو عملياتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى او دهغوى يوه اندازه وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته