سیاست

د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين د پولند له نا استوګن سفير سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين ډاکتر نصيراحمد انديشه پرون له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د پولند له نا استوګن سفير توماس لوکاشوک سره د خپل کار په دفترکې وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د بهرنيو چارو وزارت معين د افغانستان او پولند د اړيکو په باب خبرې وکړې او په سياسي او اقتصادي برخوکې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
لوکاشوک د پولند د جمهور رئيس  هغه ليک  چې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د جمهور رئيس په نامه و، د بهرنيو چارو وزارت معين ته وسپاره.
سربېره پر دې څرګنده يې کړه چې ښايي په افغانستان کې ديره پولندي ځواکونه د بروکسل د غونډې له پريکړې سره سم زيات شي.
لوکاشوک دغه راز د خپلو خبرو په دوام د افغانستان او پولند ترمنځ د اقتصادي همکاريو په باب خبرې وکړې او د دغو اړيکو د پراختيا غوښتنه يې وکړه.
په مقابل کې ډاکتر انديشه د اقتصادي اړيکو د پانګونې او په تجارتې نندارتونونوکې د ګډون په لاره کې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د پانګونې د فرصتونو په باب خبرې وکړې او د افغانستان د لوري د بشپړتياري ډاډ ورکړ.
دغه راز دواړو لورو په لوژستيکي برخو او د (کابل بهير) د غونډې د څرنګوالې په برخه کې د لازمو آسانتياوو د برابرولو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته